د خوست ولایت د اوبو او انرژي ریاست د اوبو سرچینو آمریت له لوري دوه نوي استاف ګیچونه نصب شول.
د خوست ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د مرکز سربیره په مختلفو ولسوالیو کې ۲۲ ساحې سروې کړې چې له منځه یې ۲ خوړونه چې تر ټولو مناسب وو، وټاکل شول یاد استاف ګیچونه د ګربزو ولسوالي د ړنده کي خوړ او د ځاځي میدان ولسوالۍ د سټیوان خوړ کې نصب شوي دي.
د یادو استاف ګیچونو په ذریعه به د دایمي او سیلابي اوبو اندازه ثبت او اړوند معلومات به راټول شي .
