فاریاب ولایت کې د نږدې ۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید په موخه د ځمکې د تثبیت لپاره لومړنۍ سروې ترسره شوه
د اوبو او انرژي وزارت او د شمال عمومي حوزوي ریاست تخنیکي ټیمونو د فاریاب د اوبو او انرژي له رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز سره وکتل او د دغه ولایت په دولت آباد ولسوالي کې د نږدې ۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید په موخه د ځمکې د تثبیت په هکله خبرې اترې وکړې.
همدارنګه، نوموړو تخنیکي ټیمونو د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست له استازو سره دولت آباد ولسوالي ته سفر وکړ او د کابو ۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید په موخه د ځمکې د تثبیت لومړنۍ سروې ترسره کړه.
