زابل ولایت کې د یوه چکډم پروژه د څه باندې درې میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
Tue, Jan 06 2026 9:01 AM
1

د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالي اړوند د وچکي کاریز کلي چکډم پروژه د ۳ میلیونه او ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د نوموړې پروژې ګټې ته په سپارلو سره به د ځمکې لاندې اوبه پياوړې، د سیلابونو ګواښونه کم او د اوبو سرچینو د پایداره ساتنې لامل شي.

د یادونې وړ ده، چې د نوموړې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د  زابل د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدې.

 

User account menu