زابل ولایت کې د یوه چکډم پروژه د څه باندې درې میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالي اړوند د وچکي کاریز کلي چکډم پروژه د ۳ میلیونه او ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د نوموړې پروژې ګټې ته په سپارلو سره به د ځمکې لاندې اوبه پياوړې، د سیلابونو ګواښونه کم او د اوبو سرچینو د پایداره ساتنې لامل شي.
د یادونې وړ ده، چې د نوموړې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د زابل د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدې.
