لوګر ولایت کې د کاریزونو د ترمیم او پاکاري د پروژو چارې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

MEW-Media
Mon, Nov 17 2025 10:12 AM
1

د لوګر د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت د خوښۍ ولسوالي د خدای رحمن او مرکز، پل‌علم اړوند د دادو خېلو کاریزونو د ترمیم او پاکاري پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړو پروژو چارې ۵۰ سلنه بشپړې شوې او د چارو په بشپړېدو سره به د کاریزونو د اوبو کچه زیاته شي.

 

 

User account menu