د لغمان ولایت د شاهي کانال چارې ۱۸ سلنه پرمخ تللې دي

د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او ورسره مل تخنیکي پلاوي د شاهي کانال د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.
شاهي کانال د لغمان ولایت په الینګار ولسوالي کې موقعیت لري. دغه کانال په ټوله کې د دوو فازونو په درلودلو سره 70 کیلو متره اوږدوالی لري او کابو 20 زره هکتاره ځمکه خړوبوي چې اوسمهال یې چارې۱۸سلنه پرمخ تللې او پاتې چارې یې په چټکۍ سره روانې دي.
د نوموړې پروژې لومړی فاز د 30 کیلو متره په اوږدوالي سره په څلورو برخو (لاټونو) کې پلي کېږي او ۵ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي. د دغې پروژې د لومړي فاز لومړۍ برخه 6.6 کیلو متره اوږدوالی لري.