د لغمان ولایت د شاهي کانال چارې ۱۸ سلنه پرمخ تللې دي

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۵۷
۱

د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او ورسره مل تخنیکي پلاوي د شاهي کانال د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

شاهي کانال د لغمان ولایت په الینګار ولسوالي کې موقعیت لري. دغه کانال په ټوله کې د دوو فازونو په درلودلو سره 70 کیلو متره اوږدوالی لري او کابو 20 زره هکتاره ځمکه خړوبوي چې اوسمهال یې چارې۱۸سلنه پرمخ تللې او پاتې چارې یې په چټکۍ سره روانې دي.

د نوموړې پروژې لومړی فاز د 30 کیلو متره په اوږدوالي سره په څلورو برخو (لاټونو) کې پلي کېږي او  ۵ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي. د دغې پروژې د لومړي فاز لومړۍ برخه 6.6 کیلو متره اوږدوالی لري.

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د داخلي تفتیش پلاوي سره وکتل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو ریاست محترم رئیس مولوي وکیل احمد نقي د داخلي تفتیش پلاوي سره ناسته ترسره کړه.

 د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د شفافیت ډاډ ورکړ او یاد تفتیش یې د چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴۸
Background image

د اوبو او انرژي نوی وزیر همکارانو ته ور وپېژندل شو او په رسمي توګه یې خپله دنده پيل کړه

۲۴/ ۱۰/۱۴۰۴ هـ ل

محترم الحاج ملا محمدیونس آخندزاده، چې تازه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله و رعاه د ۱۴ ګڼې فرمان د ۱۷/۷/۱۴۰۴ هـ ق پر بنسټ د اوبو او انرژي وزیر په توګه ټاکل شوی، د یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳۹
Background image

جوزجان ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي اړوند په جوی سرای سیمه کې د آمو سیند څنډو د ټينګښت پروژه د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي، د قرقین ولسوال محترم ملا محمد سرور فاضل. . .

بیرته تګ

User account menu