د غزني ولایت د ولایتي انرژي کمېټې په ناسته کې د برېښنا د ډېر لګښت د مخنیوي په هکله خبرې، اترې وشوې

MEW-Media
Wed, Oct 22 2025 9:59 AM
۱

د بامیان ولایت د انرژي برخې تخنیکي پلاوي په غزني ولایت کې د  ولایتي انرژي کمېټې په ناسته کې ګډون وکړ او  د برېښنا د ډېر لګښت د مخنیوي، په غزني ولایت کې د برېښنا انرژي تولیدي شرکتونو ته د رسمي جواز ورکولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه او په دې هکله اړین تصمیمونه ونیول شول.

همدارنګه، نوموړي تخنیکي ټیم د غزني د اوبو او انرژي ریاست له تخنیکي ټیم سره د غزني ولایت په ناور ولسوالي کې د خوات درې د سبز آب مایکروهایدرو پاور د جوړولو او د سیارک کلي د مایکروهایدرو پاور د ترمیم په موخه سروې ترسره کړه.

User account menu