په فلیپین کې د افغانستان او ازبیکستان ځینی چارواکو ګډه غونډه.

mew-admin
Sat, Jun 22 2019 8:46 AM
اخبار


د افغانستان او ازبکستان د انرژۍ چارواکو ګډه غونډه د انرژۍ همکاریو په موخه د فلپین پلازمېنه منیلا کې د آسیا پراختیایی بانک په مرکزي دفتر کې د دوو ورځو لپاره جوړه شوې وه.
ښاغلی الماس زاخیلوال د اوبو او انرژۍ وزارت د اداری او مالی مرستیال، انجنیر امان الله غالب د برښنا شرکت اجراییه عمومی رییس، ښاغلی شیرزاد خدیجوف د ازبکستان د انرژۍ وزارت مرستیال او د آسيا پراختیايي بانک استازي پدې غونډه کې ګډون کری دی. د انرژی د همکاریو غونډه د هیواد د انرژۍ سکټور د پرمختیایي همکاریو جلبولو په موخه د انرژي خرڅلاو، د انرژۍ پراختیا، د افغانستان سره د دوامداره او اوږدمهاله همکاریو موافقه کولو په برخو کې دایر شوی و. په ورته وخت کې د برښنا انرژۍ پروژو څرنګوالی او د تعلیق شویو پروژو ستونزې د هغه توکو څخه دی چې په دې ناسته کې ارزول شوي و.
دا په داسي حال کی دی چی ښاغلی الماس زاخیلوال د اوبو او انرژۍ وزارت د اداری او مالی مرستیال او انجنیر امان الله غالب د برښنا شرکت د اجراییه عمومی رییس د ښاغلی اشوک بهرگاوا د آسیا پرمختیایي بانک د ختیځ آسیا ته د واحده انرژی مسؤل سره په یوه جلا ناسته کې، د افغانستان د برښنا پروژو د کار کولو بهیر په اړه هم خبرې اتری وکړې

User account menu