د لغمان ولایت د شاهي کانال چارې 11.5 سلنه پرمخ تللې دي

د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي د شاهي کانال د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د چټکتیا او ښه کیفیت په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې شاهي کانال د لغمان ولایت په الینګار ولسوالي کې موقعیت لري او سمهال چارې یې 11.5 پرمخ تللې دي. دغه کانال په ټوله کې د دوو فازونو په درلودلو سره 70 کیلو متره اوږدوالی لري او کابو 20 زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.
د یادې پروژې لومړی فاز د 30 کیلو متره په اوږدوالي سره په څلورو برخو (لاټونو) کې پلي کېږي او ۵ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي. د دغې پروژې د لومړي فاز لومړۍ برخه 6.6 کیلو متره اوږدوالی لري.