د لغمان ولایت د شاهي کانال چارې 11.5 سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۱:۳۴
1

 د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي د شاهي کانال د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه  او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د چټکتیا او ښه کیفیت په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې شاهي کانال د لغمان ولایت په الینګار ولسوالي کې موقعیت لري او سمهال چارې یې 11.5  پرمخ تللې دي. دغه کانال په ټوله کې د دوو فازونو په درلودلو سره 70 کیلو متره اوږدوالی لري او کابو 20 زره هکتاره  کرنیزه ځمکه خړوبوي.

د یادې پروژې لومړی فاز د 30 کیلو متره په اوږدوالي سره په څلورو برخو (لاټونو) کې پلي کېږي او  ۵ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي. د دغې پروژې د لومړي فاز لومړۍ  برخه 6.6 کیلو متره اوږدوالی لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۱۵
Background image

د آمو سیند څنډو د تحکیماتي ولسي پروژو د پلي‌کېدو د بهیر څارنه او ارزونه ترسره شوه

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په بهیر کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتي ولسي پروژو د پلي‌کېدو د بهیر څارنه او ارزونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۱۲
Background image

د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د عادلانه وېش په موخه څارنه ترسره شوه

د هریرود – مرغاب عمومي سیندیزې حوزې مسؤلینو د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د عادلانه وېش په موخه څارنه وکړه او کروندګرو ته یې د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي په موخه اړینې لارښوونې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۳۸
Background image

لغمان ولایت کې د پاچاجوی او هرمل کانالونو د پاکاري چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی او هرمل کانالونو د پاکاري چارې د حشر له لارې د سیمې د ځمکوالو او کروندګرو له لورې د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په همغږي سره پيل شوې.

د. . .

بیرته تګ

User account menu