لغمان ولایت کې د پاچاجوی او هرمل کانالونو د پاکاري چارې پیل شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۳۸
1

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی او هرمل کانالونو د پاکاري چارې د حشر له لارې د سیمې د ځمکوالو او کروندګرو له لورې د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په همغږي سره پيل شوې.

د پاچاجوی کانال ۱۲ کیلو متره اوږدوالی لري، چې شاوخوا ۹۵۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې خړوبوي او ګڼ شمېر کورنۍ ورڅخه ګټه پورته کوي. همدارنګه، هرمل کانال هم ۱۲ کیلو متره اوږدوالی لري، چې کابو ۶۰۰۰ جریبه ځمکه خړوبوي او ګڼې کورنۍ ورڅخه ګټه پورته کوي.

د یادونې وړ ده، چې د کانالونو پاکاري به نه‌یوازې د اوبو د ضایعاتو مخه ونیسي، بلکې د حاصلاتو په زیاتوالي او د کروندګرو د اقتصادي وضعیت په ښه‌والي کې به هم اړین رول ولوبوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu