لوګر ولایت کې د ناقانونه کېندل کېدونکو ژورو څاګانو له کېندلو مخنیوی وشو

mew-admin
Mon, Apr 14 2025 4:08 PM
1

د لوګر ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د ځمکې لاندې اوبو د بې‌ځایه او له اړتیا پرته مصرفولو د کنټرول په موخه د مرکز اړوند د بابوس او شاوخوا سیمو په شپږ کلیو کې د ناقانونه کېندل کېدونکو ژورو څاګانو له کېندلو مخنیوی وکړ.

نوموړو مسؤلینو کروندګرو او د کلي مخورو ته سپارښتنه وکړه، چې د څاه کېندلو لپاره باید د لوګر ولایت د اوبو او انرژي ریاست څخه اجازه لیک ترلاسه او خپلې اړتیاوې له قانوني لارو پوره کړي.

User account menu