لوګر ولایت کې د ناقانونه کېندل کېدونکو ژورو څاګانو له کېندلو مخنیوی وشو

د لوګر ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د ځمکې لاندې اوبو د بېځایه او له اړتیا پرته مصرفولو د کنټرول په موخه د مرکز اړوند د بابوس او شاوخوا سیمو په شپږ کلیو کې د ناقانونه کېندل کېدونکو ژورو څاګانو له کېندلو مخنیوی وکړ.
نوموړو مسؤلینو کروندګرو او د کلي مخورو ته سپارښتنه وکړه، چې د څاه کېندلو لپاره باید د لوګر ولایت د اوبو او انرژي ریاست څخه اجازه لیک ترلاسه او خپلې اړتیاوې له قانوني لارو پوره کړي.