تخار ولایت کې د کوکچې سیند د پاسه د آبګردان بند اساسي سروې ترسره شوه

mew-admin
Thu, Oct 17 2024 10:22 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د دست قلعې پنج پاینی سیندیزې فرعي حوزې د ریاست په همغږۍ سره تخار ولایت کې د ښکتنۍ کوکچې د آبګردان بند اساسي سروې ترسره کړه.

نوموړی بند په تخار ولایت کې د دشت قلعې، خواجه بهاءالدین او د خواجه غار ولسوالي په ځینو برخو کې او په کندز ولایت کې د دشت ارچی او آبدان ولسوالیو کې د 40000 زره هکتاره ځمکې د خړوبولو په موخه جوړېږي.

د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په پلي کولو سره به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او ډېرې للمي ځمکې به په اوبیزو بدلې شي.

User account menu