په پروان ولایت کې د پروژو لست د ملګرو ملتونو له استازو سره شریک شو

mew-admin
Wed, Jul 17 2024 5:07 PM
1

د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم انجنیر مجیب الرحمن حبیبي د دولتی ادارو او همکارو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ ناستې په څنډه کې چې د پروان ولایت په مقام کې ترسره شوې وه، په نوموړي ولایت کې د پروژو لست د ملګرو ملتونو له استازو سره شریک کړ.

همدارنګه ښاغلي حبیبي د نوموړې حوزې انجنیرانو ته لارښوونه وکړه، چې د پروژو په جوړونه کې د همکارو موسسو سره دې اړینه همکاري وکړي.

User account menu