د کابل سیندیزې عمومي حوزې او د یونسیف ادارې ترمنځ د اوبخوړونو د مدیریت په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
Thu, May 23 2024 11:09 AM
1

دغه ناسته د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر حبیب الرحمن حقپال تر مشري لاندې د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي ولي محمد تائب، د ځمکې لاندې اوبو رئيس محترم انجنیر عزیز الرحمن عزیز او د اوبو او انرژي وزارت د یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې د یونسیف ادارې له مسؤلینو سره ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې اړوند په پغمان ولسوالي کې د اوبخوړونو د مدیریت په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او د راتلونکو فعالیتونو د ترسره کولو په موخه اړین معلومات د یونسیف ادارې له مسؤلینو سره شریک شول.

User account menu