د کابل سیندیزې عمومي حوزې او د یونسیف ادارې ترمنځ د اوبخوړونو د مدیریت په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۱:۹
1

دغه ناسته د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر حبیب الرحمن حقپال تر مشري لاندې د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي ولي محمد تائب، د ځمکې لاندې اوبو رئيس محترم انجنیر عزیز الرحمن عزیز او د اوبو او انرژي وزارت د یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې د یونسیف ادارې له مسؤلینو سره ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې اړوند په پغمان ولسوالي کې د اوبخوړونو د مدیریت په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او د راتلونکو فعالیتونو د ترسره کولو په موخه اړین معلومات د یونسیف ادارې له مسؤلینو سره شریک شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۲:۳۵
Background image

د پکتیا ولایت پروژې تر څارنې لاندې ونیول شوې

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت پروژې د پکتیا د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري تر څارنې لاندې ونیولې.

د نوموړي ریاست تخنیکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۹:۱۹
Background image

د ارزګان ولایت د شفلوغ بند چارې ۱۰ سلنه پرمخ تللې دي

د ارزګان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي خلیل الرحمن عمري د دغه ولایت د چنارتو ولسوالي اړوند د شفلوغ بند د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د بند د چارو د چټکتیا په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۹:۴۹
Background image

فاریاب ولایت کې د اجریم غلبلې چکډم پروژه د څه باندې ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

د فاریاب ولایت په المار ولسوالي کې د اجریم غلبلې چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۲۲ زره او ۷۹۰ افغانیو په لګښت بشپړه او د فاریاب د اوبو او انرژي رئیس محترم مولوي محي الدین مبارز او یو. . .

بیرته تګ

User account menu