د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي رئیس د شیرین تګاب ولسوالي يوشمېر قومي مخورو او متنفذینو سره وکتل.
د فاریاب د اوبو او انرژي رئیس، محترم الحاج مولوي محیالدین مبارز د شیرین تګاب ولسوالي له یو شمېر سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل. په دې لیدنه کې د یادې ولسوالي د اوبو د کمښت ستونزې په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د یاد ریاست رئیس ډاډ ورکړ چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته به مطرح شوو ستونزو ته رسېدنه وشي.
