د غور پورتني هریرود سیندیزې فرعي حوزې او د فیروز کوه ښار د اوبو رسولو خصوصي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
Sat, May 04 2024 10:01 AM
1

دغه ناسته د نوموړې حوزې د رئیس محترم الحاج ملا رحمت الله اماني، تخنیکي ټیم او د فیروز کوه ښار د اوبو رسولو خصوصي شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د غور پورتني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئیس د اوبو د ارزښت او د هېواد د پرمختګ په برخه کې د هغې د رول په هکله هر اړخیزه وینا وکړه او له ټولو شرکتونو څخه یې وغوښتل، چې د اوبو له ضایع کېدو څخه مخنیوی وکړي او په دغه برخه کې دې هېوادوالو ته د پوهاوي ورکولو لپاره همکاري وکړي.

د ناستې په دوام د یادې حوزې د اوبو چارو د تنظیم آمر محترم انجنیر مبشر ګډونوالو ته اوبو او انرژي وزارت د کړنلارې پر بنسټ د اوبو رسولو خصوصي شرکتونو د قانوني کولو او جواز اخیستلو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل او له هغوی څخه یې غوښتنه وکړه، چې د کړنلارې پر بنسټ دې د خپلو شرکتونو د قانوني کولو پروسه پیل کړي.

د ناستې په پای کې د نوموړو شرکتونو مسئولینو خپلې ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل او د جواز اخیستلو لپاره یې خپل چمتووالی څرګند کړ.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu