د کجکي بند د دویم فاز دویمې برخې چارې 10 سلنه بشپړې شوې دي

mew-admin
Sat, Mar 30 2024 1:03 PM
1

په هلمند ولایت کې د کجکي بند دویم فاز پروژه د اوبو او انرژي وزارت یوه له سترو پروژو څخه ده، چې اوسمهال یې د دویمې برخې چارې، چې د خدماتي پرچاوي جوړول، د هغې د دروازو نصبول او د اضطراري پرچاوې جوړول پکې شامل دي، 10 سلنه بشپړې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د کجکي بند د دویم فاز د لومړۍ او دویمې برخې د چارو په بشپړېدو سره به د نوموړي بند د اوبو زیرمه کولو وړتیا له یو میلیارد متره مکعب څخه 2.02 میلیارد متره مکعب ته، د اوبولګولو وړتیا له  100000 هکتاره څخه 276000 هکتارو ته او د برېښنا د تولید وړتیا به له 51 میګاواټو څخه 151 میګاواټو ته لوړه شي.

 په یاده پروژه کې ګڼ شمیر د سیمې اوسیدونکو ته په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د کار زمینه چمتو شوې ده، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د هلمند او کندهار ولایتونو اوسیدونکي له برېښنا څخه برخمن شي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu