د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د ډنمارک د کډوالو ټولنې(ډې، آر، سې) له مسؤلینو سره  په یوه ناسته کې د اوبو پروژو په پلي کولو کې پر لا همغږۍ باندې ټینګار وکړ

mew-admin
Wed, Mar 27 2024 2:44 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د ډنمارک د کډوالو ټولنې (ډې، آر، سې) له مسؤلینو سره د اوبو پروژو د پلي کولو په برخه کې د همغږي او همکاري په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د نوموړې ټولنې مسؤلینو په ولایتونو کې د اوبو پروژو د پلي کولو په برخه کې د خپلو فعالیتونو په هکله  معلومات وړاندې کړل.

د اوبو محترم معین د اوبو سکتور خدمتونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې په دغه سکتور کې د اړوندو پروژو د پلي کولو لپاره له دغه وزارت سره د همغږي رامنځته کول اړین دي؛ ترڅو د دغه وزارت په تخنیکي همکاري  سره پروژې په غوره او سمه توګه پلي شي.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د اوبو معینیت او د نوموړې ټولنې ترمنځ د همکاري هوکړه لیک هم لاسلیک شوی دی.

User account menu