خوست ولایت کې به ډېر ژر د زمبر چکډم جوړولو پروژې چارې پيل شي

mew-admin
Thu, Feb 29 2024 11:20 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي پلاوی چې خوست ولایت ته د زمبر چکډم پروژې د سروې په موخه تللی د شمل- خرم سیندیزې فرعي حوزې د رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت په ملتیا یې د خوست له والي محترم ملا بسم الله عبدالله سره وکتل.

په غه لیدنه کې، د خوست والي د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هر راز همکاري ژمنه ورکړه او د دغه ولایت د اوبو په مهارولو کې یې د چکډمونو جوړول اړین وبلل.

دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال د خوست ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د اوو چکډمونو جوړولو چارې جریان لري چې پکې ګڼو کسانو ته د کار د زمینې د چمتو کېدو ترڅنګ په دغه ولایت کې به د اوبو په مهارولو کې اغېزمن رول ولوبوي.

User account menu