د کابل ښار د اوبو د کموالي د ستونزې په هکله مشورتي ورکشاپ ترسره شو

mew-admin
Tue, Jan 23 2024 12:16 PM
1

دغه ورکشاپ چې د اوبو او انرژي وزارت له لوري د یونسیف موسسې په مالي همکاري ترسره شو، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو سکتور رئيسانو، د یونسیف موسسې د واش برنامې رئيس، د کابل ولایت مقام، د کابل سکتوري ریاستونو ( کرنې او مالداري، کلیو او پراختیا، چاپيریال ساتنې او ښاري اوبو رسولو) استازو پکې ګډون درلود.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو سکتور رئيسانو او د یونسیف موسسې د واش برنامې رئيس د دغه مشورتي ورکشاپ د ترسره کولو موخه د کابل ښار د اوبو سرچینو د مدیریت د غوره والي لپاره د وړاندې شوو طرحو وروستي کول او په دغه ښار کې یې د اوبو د کموالي د ستونزو هوارول وبلل.

د ناستې په بهیر کې، د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر حبیب الرحمن حقپال د کابل ښار د اوبو سرچنیو د وضعیت په هکله پرزنټیشن وړاندې کړ او همدارنګه ګډونوالو د نوموړې موضوع په هکله خپل اندونه وړاندې کړل.

د بحث او اندونو تر تبادلې، د معلوماتو او تخنیکي تجربو تر شریکولو وروسته اړین تصمیمونه ونیول شول، ترڅو په کابل ښار کې د اوبو د کموالي ستونزو د هوارولو طرحې او پروپوزلونه وروستي او په راتلونکي کې د عملي  اقداماتو په موخه اغېزمن ګامونه واخیستل شي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu