د انرژي معینیت اونیزه تخنیکي او اداري ناسته ترسره شوه

mew-admin
Tue, Dec 05 2023 11:37 AM
1

دغه ناسته اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت د غونډو وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز تر مشري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر نورو تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، هغو پانګوالو ته چې د برېښنایي تاسیساتو په جوړولو کې پانګونه کوي د جوازونو د ورکړې، هغو شرکتونو ته د اسانتیاوو د برابرولو په هکله چې د (PPP) په بڼه د اوبو او انرژي له وزارت سره تړونونه لاسلیکوي او یو شمېر نورو تخنیکي او اداري موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبدله وشوه.

د ناستې په بهیر کې، اړوندو رئیسانو د نوموړو موضوعاتو په هکله معلومات وړاندې کړل او په اړه یې تر هر اړخیزو خبرو، اترو وروسته اړین تصمیمونه ونیول شول او د انرژي معینیت د غونډو وارسي کوونکي له لوري د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې سپارښتنې وشوې.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu