د اوبو او انرژي وزارت سلاکار د ارغنداب له سیندیزې فرعي حوزې څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Thu, Nov 16 2023 9:10 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم د ارغنداب له سیندیزې فرعي حوزې څخه لیدنه وکړه او د دغې حوزې له رئيس محترم ملا سید محمد شرافت سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د نوموړې حوزې رئيس د وزارت سلاکار ته  د دغه ریاست د مسؤلینو له لوري د ترسره شوو کړنو او اجراآتو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت سلاکار د دغې حوزې د مسؤلینو له خوا ترسره شوې کړنې ارزښتناکه وبللې او د وزارت د پلانونو په هکله یې اړین معلومات وړاندې کړل.

User account menu