په بامیان ولایت کې د سولرونو ۱۱۴ بشپړې کڅوړې ووېشل شوې

mew-admin
Mon, Aug 14 2023 4:08 PM
1

د هغه هوکړه لیک پر بنسټ چې د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي  رئيس محترم مؤمن بسمل او د شهدا موسسې د رئیس ترمنځ لاسلیک شوی ، د نوموړې موسسې مسؤلینو په بامیان ولایت کې د مرکز زون د انرژي د تنظیم آمریت د مسؤلینو تر څارنې لاندې د سولرونو ۱۱۴ بشپړې کڅوړې  چې  پکې سولر، باطري، ګروپ، کنټرولر،ګیره، فیوز، چارجر، کیبل او لاسي څراغونه شامل دي پر خلکو باندې ووېشلې.

د یاد هوکړه لیک پر بنسټ، د ۵۴ سولرونو بشپړې کڅوړې د نوموړي ولایت په مرکز ، د سولرونو ۳۰ بشپړې کڅوړې  په ورس ولسوالي او د سولرونو ۳۰ بشپړې کڅوړې په یکاولنګ ولسوالي کې پر خلکو باندې ووېشل شوې.

د یادونې وړ ده، چې ډېر ژر به په غزني او دایکندي ولایتونو کې هم د اوبو او انرژي وزارت او د نوموړې موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ د سولرو د بشپړو کڅوړو د وېش لړۍ پيل شي.

User account menu