په بامیان ولایت کې د سولرونو ۱۱۴ بشپړې کڅوړې ووېشل شوې
د هغه هوکړه لیک پر بنسټ چې د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي رئيس محترم مؤمن بسمل او د شهدا موسسې د رئیس ترمنځ لاسلیک شوی ، د نوموړې موسسې مسؤلینو په بامیان ولایت کې د مرکز زون د انرژي د تنظیم آمریت د مسؤلینو تر څارنې لاندې د سولرونو ۱۱۴ بشپړې کڅوړې چې پکې سولر، باطري، ګروپ، کنټرولر،ګیره، فیوز، چارجر، کیبل او لاسي څراغونه شامل دي پر خلکو باندې ووېشلې.
د یاد هوکړه لیک پر بنسټ، د ۵۴ سولرونو بشپړې کڅوړې د نوموړي ولایت په مرکز ، د سولرونو ۳۰ بشپړې کڅوړې په ورس ولسوالي او د سولرونو ۳۰ بشپړې کڅوړې په یکاولنګ ولسوالي کې پر خلکو باندې ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده، چې ډېر ژر به په غزني او دایکندي ولایتونو کې هم د اوبو او انرژي وزارت او د نوموړې موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ د سولرو د بشپړو کڅوړو د وېش لړۍ پيل شي.
