د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د لغمان له والي سره وکتل

mew-admin
Tue, Jun 06 2023 3:47 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د لغمان له والي محترم قاري زین العابدین عابد سره وکتل او  د اوبو او انرژي پروژو په ځانګړې توګه په لغمان ولایت کې  د شاهي کانال پروژې، د وطن ګټو او کله ګوش بندونو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د لغمان والي ته ډاډ ورکړ چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د نوموړو پروژو  په اړه اړین اقدامات ترسره شي.

User account menu