د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د لغمان له والي سره وکتل
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د لغمان له والي محترم قاري زین العابدین عابد سره وکتل او د اوبو او انرژي پروژو په ځانګړې توګه په لغمان ولایت کې د شاهي کانال پروژې، د وطن ګټو او کله ګوش بندونو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د لغمان والي ته ډاډ ورکړ چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د نوموړو پروژو په اړه اړین اقدامات ترسره شي.
