د هېواد د انرژي مدیریت د طرحې د وروستي کولو  او یو شمېر نورو  موضوعاتو په هکله د انرژي معینیت اداري  او تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Sun, Apr 16 2023 1:15 PM
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم ملا عبدالقاهر ادریس تر مشري لاندې د انرژي سکتور د رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د هېواد د انرژي مدیریت د طرحې دوروستي کولو، د انرژي سکتور د پنځه کلن پلان د وروستي کولو او د انرژي خدمتونو د تنظیم او مدیریت پورې اړوند نورو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د ناستې په بهیر کې، رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو د هېواد د انرژي مدیریت د طرحې  او د انرژي سکتور د پنځه کلن  پلان د وروستي کولو په برخه کې د خپلو کړنو او اجراآتو په  هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل او خپل اندونه یې د انرژي له ښاغلي معین سره شریک کړل.

د انرژي ښاغلي معین د ټولو مطرح شویو موضوعاتو تر هر اړخیزې څېړنې وروسته، د چارو د انسجام، همغږي او چټکتیا په موخه اړوندو مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.

User account menu