د هېواد د انرژي مدیریت د طرحې د وروستي کولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په هکله د انرژي معینیت اداري او تخنیکي ناسته ترسره شوه
یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم ملا عبدالقاهر ادریس تر مشري لاندې د انرژي سکتور د رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د هېواد د انرژي مدیریت د طرحې دوروستي کولو، د انرژي سکتور د پنځه کلن پلان د وروستي کولو او د انرژي خدمتونو د تنظیم او مدیریت پورې اړوند نورو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
د ناستې په بهیر کې، رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو د هېواد د انرژي مدیریت د طرحې او د انرژي سکتور د پنځه کلن پلان د وروستي کولو په برخه کې د خپلو کړنو او اجراآتو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل او خپل اندونه یې د انرژي له ښاغلي معین سره شریک کړل.
د انرژي ښاغلي معین د ټولو مطرح شویو موضوعاتو تر هر اړخیزې څېړنې وروسته، د چارو د انسجام، همغږي او چټکتیا په موخه اړوندو مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.
