د پل علم له غصب شوې ساحې او د یاد پله د رسوباتو څخه لیدنه وشوه

mew-admin
Thu, Apr 13 2023 2:48 PM
1

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل په یاد ولایت کې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېټې رئيس او غړو د پل علم د غصب شوې ساحې او د یاد پله د رسوباتو څخه چې د سیند اوبو د مسیر د بدلون لامل شوی، لیدنه وکړه.

یادو مسؤلینو پرېکړه وکړه چې تر راتلونکي  شنبې پورې دې د پل علم او د سیند د غصب شوې ساحې د رسوباتو پروپوزل چمتو او د ولایت مقام ته دې وړاندې شي، ترڅو عملي چارې یې پیل شي.

User account menu