د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس د پروان ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل
د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مجیب الرحمن حبیبي او ورسره مل د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پروان ولایت د سیدخیلو او جبل السراج ولسواليو له یو شمېر مشرانو، علماوو او د اوبو د ګټې اخیستونکي ټولنې له غړو سره وکتل.
په یاده لیدنه کې،د هغو پایپونو د بندولو په هکله چې په غیرقانوني توګه د پروان عمومي کانال څخه اوبه انتقالوي او همدارنګه د کانال د پاک کاری د څرنګوالي په هکله بحث او د اندونو تبادله ترسره شوه.
