د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې رئیس د جاپان (PMS) موسسې له تخنیکي مسئول سره وکتل

mew-admin
Thu, Feb 02 2023 9:35 AM
1

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې رئیس الحاج سید فضل احد هاشمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالي ته د خپل سفر په ترڅ کې د جاپان موسسې (PMS) له تخنیکي مسئول استاد دیدار مشتاق سره وکتل او د یادې موسسي له لورې په کوټ ولسوالي کې د روانو پروژو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې رئیس او د یاد ریاست تخنیکي ټیم د یاد سفر په ترڅ کې د (PMS) موسسې له لورې د روانو پروژو له چارو څخه څارنه وکړه.

همدارنګه، یاد تخنیکي ټیم د کوټ ولسوالي په لاغرجو، شاش خيل او طاووس خيلو کليو کې د کار په مقابل کې د غنمو وېش پروګرام له پروژو څخه څارنه وکړه.

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې رئیس د چارو د غوره ترسره کولو په موخه د یادو پروژو مسئولینو ته د اړتیا وړ لارښوونې وکړې.

User account menu