د ارغنداب رود فرعي حوزې رئیس د کندهار ولایت د معروف ولسوالي د یو شمېر قومي مشرانو او دیني علماوو سره وکتل

mew-admin
Thu, Dec 08 2022 11:18 AM
1

د ارغنداب رود فرعي حوزې رئیس ملا سید محمد شرافت د کندهار ولایت د معروف ولسوالي د یو شمېر قومي مشرانو او دیني علماوو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې د معروف ولسوالي قومي مشرانو او دیني علماوو په یاده ولسوالي کې شته ستونزي لکه د اوبو کمښت، د بندونو نشتوالۍ، د ویجاړ شوو کانالونو او کاریزونو بیارغونې د ارغنداب رود فرعي حوزې د رئیس سره شریکې کړې.

 همدارنګه، د ارغنداب رود فرعي حوزې رئیس ملا سید محمد شرافت یادو علماوو او قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې یادو غوښتنو ته به د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره رسیدګې وکړي.

User account menu