د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د ملي پراختیا شرکت له مالي او ادارې معین سره وکتل

mew-admin
Sat, Aug 06 2022 4:23 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین  ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د ملي پراختیا شرکت د مالي او ادارې معین ښاغلي مولوي عبدالولي عادل سره وکتل.

په یاده ناسته کې، د اوبو او انرژي وزارت او ملي پراختیا شرکت تر منځ د ګډو همکاریو په هکله بحث او دنظر تبادله وشوه.

همدارنګه ښاغلي مولوي عادل د اوبو معین ته د پورته ارغندۍد اوبو ذخیروي بند پروژې د جوړولو وړاندیز وکړ.

د اوبو ښاغلي معین د ملي پراختیا شرکت مالي او ادارې معین ته ډاډ ورکړ، چې د وزارت تخنیکي ټیم به د یاد بند د سروې لپاره ساحې ته ولېږل شي.

User account menu