د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د ملي پراختیا شرکت له مالي او ادارې معین سره وکتل
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د ملي پراختیا شرکت د مالي او ادارې معین ښاغلي مولوي عبدالولي عادل سره وکتل.
په یاده ناسته کې، د اوبو او انرژي وزارت او ملي پراختیا شرکت تر منځ د ګډو همکاریو په هکله بحث او دنظر تبادله وشوه.
همدارنګه ښاغلي مولوي عادل د اوبو معین ته د پورته ارغندۍد اوبو ذخیروي بند پروژې د جوړولو وړاندیز وکړ.
د اوبو ښاغلي معین د ملي پراختیا شرکت مالي او ادارې معین ته ډاډ ورکړ، چې د وزارت تخنیکي ټیم به د یاد بند د سروې لپاره ساحې ته ولېږل شي.
