پکتیکا ولایت کې څلور پروژې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

MEW-Media
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۰:۴۵
1

د پکتیکا ولایت په سر حوضې، ارګون، او سروبي ولسوالیو کې د ګلردین سربند او استنادي دېوال، د بي بي کوټ او بهلول سربندونه او استنادي دېوالونه او د تیري‌خیلو د څښاک اوبو رسولو شبکې پروژه د ۱۲ میلیونه، ۱۲۶ زره او ۷۹۱ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه.

د نوموړو پروژو ګټې ته په سپارلو سره به د اوبو لګولو او اوبو رسولو په برخو کې د نوموړو سیمو د اوسېدونکو ستونزې تر ډېره بریده هوارې شي.

د نوموړو پروژو چارې د یو، این، ډي، پي مؤسسې په مالي لګښت د پکتیکا د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدې.

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۳۸
Background image

لغمان ولایت کې د پاچاجوی او هرمل کانالونو د پاکاري چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی او هرمل کانالونو د پاکاري چارې د حشر له لارې د سیمې د ځمکوالو او کروندګرو له لورې د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په همغږي سره پيل شوې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۳
Background image

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس له یو شمېر قومي مشرانو سره د نورالدین کلا د استنادي دېوال پروژې د غوره پلي کولو په موخه وکتل

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د مرکز، ګردیز له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل او د نورالدین کلا د استنادي دېوال پروژې د غوره پلي کولو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۲۸
Background image

د هېواد په درې شمالي ولایتونو کې د برېښنا رسولو درې پروژو چارې د نږدې څلور میلیارده افغانیو په لګښت پیل شوې

د برېښنا رسولو دغو پروژو پرانیست غونډه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر، د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، د اوبو معین محترم مجیب. . .

بیرته تګ

User account menu