په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي
۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل
د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.
د یادې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د څه باندې ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت پرمخ وړل کېږي، چې پکې یو شمېر کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې او پاتې چارې هم په چټکۍ سره روانې دي.
