په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې
۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل
د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د پورتني هلمند - دایکندي سیندیزې فرعي حوزې ریاست او یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.
په یاده پروژه کې د ۲۵۰ متره په اوږدوالي سره د استنادي دېوال جوړونه شامله ده، چې پکې یو شمېر کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې او چارې به یې د پنځو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
له دغې پروژې څخه په مستقیم ډول ۶۰ کورنۍ ګټه پورته کوي او د چارو په بشپړېدو سره به یې کرنیزې ځمکې او استوګنیز کورونه د سېلاب له خطر څخه خوندي شي.
