په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي
۱۴۴۸/۵/۱۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴ هـ.ل
د تخار ولایت د درقد ولسوالي اړوند په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې تر اوسه پورې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي.
د یادې پروژې چارې د اسلامي امارت له بودجې څخه د څه باندې ۸۱ میلیونه افغانیو په لګښت پرمخ وړل کېږي چې چارې یې په ښه توګه روانې دي، او د چارو په بشپړېدو سره به یې پراخې ځمکې او استوګنیز کورونه د سیند د خطر له ګواښونو څخه خوندي شي.
