په غزني ولایت کې د کابو ۴۰۰ زره آمریکایي ډالرو په ارزښت د یوې پروژې چارې پيل شوې

د یادې پروژې چارې د کابو ۴۰۰ زره آمریکایي ډالرو په ارزښت د غزني والي محترم مولوي محمد امین جان عمري، د غزني سیندیزې فرعي حوزې ولاړو اوبو رئیس محترم مولوي اسدالله منصوري او د یاد ولایت د یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په ګډون پرانیستل شوې.
په نوموړي پروژه کې د مرکز اړوند د بازار کانال د سربند ، د قره باغي کانال او سربند ، اندړ ولسوالي کې د ناني بازار په سیمه کې د سیلابونو د زیانونو د مخنیوي لپاره د استنادي دیوال او د واغظ ولسوالي اړوند د ساربان او باغ کډې کلیو کې د استنادي دیوالونو جوړول شامل دي.
د یادې پروژې په پرانیست غونډه کې د غزني والي د پروژې د چارو پر کیفیت او چټکتیا باندې ټینګار وکړ.
د دې پروژې چارې چې د UN-FAO سازمان په مالي ملاتړ د غزني سیندیزې فرعي حوزې د ولاړو اوبو تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، پکې ګڼو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې ده.
د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د زرګونو جریبه کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره زمینه چمتو او د سیلابونو د شوني زیانونو څخه مخنیوی وشي.