په اوبو او انرژي وزارت کې د "ستنډرډ د برآورد او د نرخ د تحلیل" تر سرلیک لاندې د وړتیا لوړولو ښوونیزه برنامه پيل شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۰ - ۱۱:۲۲
1

دغه ښوونیزه برنامه د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست تر چتر لاندې د بشري سرچینو ریاست له لوري د کارمندانو د تخنیکي پوهاوي او وړتیا لوړولو په موخه ترسره شوه، چې پکې د دغه وزارت څه باندې ۳۰ تنه کارمندانو ګډون کړی وو.

په دغه ښوونیزه برنامه کې د درې وځو په موده کې د دغې برخې د مسلکي او په کارپوه انجنیرانو له لوري ګډونوالو ته د سټنډرډ د برآورد او د نرخ د تحلیل په هکله اړین معلومات وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۸:۵۸
Background image

لوګر سیندیزه فرعي حوزه کې د اوبو د تنظیم، ساتنې او د ځمکې لاندې اوبو د غیر قانوني را ایستلو د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر تر مشري لاندې د ژورو څاګانو د کېندونکو او د برمو د مالکینو په شتون کې ترسره او پکې د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د کمېدو، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۱۷
Background image

ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعات وڅېړل شول

محترم مولوی خلیل الرحمن عمري، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالي ته د آغاجان بند د محور د سیمې د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو د څېړلو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې بېرته پیل شوې

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې چې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې پیل شوې وي، او د ژمي د سړې هوا له کبله ځنډول شوې وي، بېرته پیل شوې.

اوسمهال د. . .

بیرته تګ

User account menu