میدان وردګ ولایت کې د اوبو د کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د نږدې درې میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۸:۵۵
1

د میدان وردګ ولایت د سید آباد ولسوالي اړوند د پيرون په کلي کې د اوبو د کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د ۲ میلیونه ۶ سوه او ۴۸ زره افغانیو په لګښت د دغه ولایت د والي محترم الحاج ملا خیرالله خیر خواه او د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي عبدالصمد حلیم او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

د دغې پروژې په پرانیست غونډه کې د میدان وردګ والي وویل، چې د خوښي ځای دی چې د اوبو  د مدیریت په برخه کې پروژه پيل کوو، دا چې اړتیاوې ډیرې او امکانات کم دي، د ولسونو په همکاري به په پوره توان او اخلاص سره د دې ولایت د خلکو ستونزې، غوښتنې او اړتیاوې د ا.ا.ا له مشرانو سره شریک کوم، تر څو د خلکو او ولایت لپاره د بیارغونې پروژې پلي کړو.

د میدان وردګ د اوبو او انرژي رئيس وویل، چې دغه بند د ۳۶.۵ متره په اوږدوالي او د ۷ متره په لوړوالي سره جوړیږي، چې د ۱۸۷۵ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا به ولري.

دغه بند د افغانستان د اسلامي امارت په مالي لګښت د میدان وردګ د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې جوړیږي، چې د دوو میاشتو په موده کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

 

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۳۸
Background image

لغمان ولایت کې د پاچاجوی او هرمل کانالونو د پاکاري چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی او هرمل کانالونو د پاکاري چارې د حشر له لارې د سیمې د ځمکوالو او کروندګرو له لورې د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په همغږي سره پيل شوې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۳
Background image

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس له یو شمېر قومي مشرانو سره د نورالدین کلا د استنادي دېوال پروژې د غوره پلي کولو په موخه وکتل

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د مرکز، ګردیز له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل او د نورالدین کلا د استنادي دېوال پروژې د غوره پلي کولو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۲۸
Background image

د هېواد په درې شمالي ولایتونو کې د برېښنا رسولو درې پروژو چارې د نږدې څلور میلیارده افغانیو په لګښت پیل شوې

د برېښنا رسولو دغو پروژو پرانیست غونډه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر، د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، د اوبو معین محترم مجیب. . .

بیرته تګ

User account menu