د نیمروز اوبو او انرژي ریاست کې د انرژي سروې او ارزونه ترسره شوه

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۲:۳۵
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت د پایدارې انرژي عمومي ریاست اړوند د انرژي اغېزمنتیا او ساتنې ریاست تخنیکي ټیم د نیمروز اوبو او انرژي ریاست کې د انرژي سروې او ارزونه د برېښنا انرژي سکتور د پایدارې پراختیا، د انرژي اغېزمنتیا او ساتنې د ترویج او ښه والي په موخه ترسره کړه.

نوموړې سروې او ارزونه د نوموړي ریاست پر بام باندې د سولر سیسټم د امکان سنجي مطالعاتو د ترسره کولو په موخه ترسره شوه.

د دغو مطالعاتو پایلې به د برېښنا لګښت د کمولو، د انرژي د اغېزمنې ګټې اخیستنې د لوړولو او په امارتي ادارو کې د نوي کېدو وړ سرچینو د پراختیا په موخه وکارول شي.

همدارنګه، د نوموړي ریاست تخنیکي ټیم د نیمروز د اوبو او انرژي ریاست کارکوونکو ته د انرژي اغېزمنتیا او ساتنې(سپما) په هکله د عامه پوهاوي سمینار هم وړاندې کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۹:۵۰
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د پاک‌کاري چارې پيل شوې

۱۴۴۸/۳/۱۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۰ هـ ل

په لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د پاک‌کاري چارې په یاد کانال کې د اوبو د غوره بهیر او ښه مدیریت او د کروندګرو ترمنځ د اوبو د عادلانه وېش په موخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۱۲
Background image

په لوګر ولایت کې د خواجه انګور کانال جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۹ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د خروار ولسوالي اړوند د خواجه انګور کانال جوړولو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد کانال چارې ۹۰ سلنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۹:۴۳
Background image

په لوګر ولایت کې د شاوخوا ۲ میلیونه افغانيو په لګښت د بوکه غونډۍچکډیم د جوړولو چارې پيل شوې

۱۴۴۸/۳/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۹ هـ ل

د لوګر ولایت د خروار ولسوالي اړوند د بوکه غونډۍ چکډیم د جوړولو چارې، د شاوخوا دوه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې. . .

بیرته تګ

User account menu