د غور سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د خلکو په همکاري سره د کښتونو د خړوبولو په موخه ګرځنده ترازې جوړې کړې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۱۱:۱۹
1

غور ولایت کې د وروستیو سیلابونو د راوتلو له کبله په هغه ولایت کې اکثره د اوبو بندونه، سربندونه، ترازې، تحکیماتي دېوالونه، پرچاوې او د هنې ویجاړې شوې او یا جدي زیانمنې شوې چې بیارغونه يې ډېر وخت او زیاتې بودجې ته اړتیا لري.

د غور سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د خلکو په همکاري او همغږي سره ګرځنده ترازې جوړې کړې، ترڅو کښتونه په عاجله توګه خړوب شي.

User account menu