د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالي د لورې بند د امکان سنجي مطالعاتو او تفصیلي ډیزاین پروژه پرانیستل شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۱:۵۳
1

دغه پروژه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر محترم ملا خیرالله خیرخواه، حاجي بشر ملي پانګوال او مجاهد، د اسلامي امارت د لوړ پوړو مسؤلینو، قومي مشرانو، علماوو، د وزارت تخنیکي مسؤلینو او د سیمې د ګڼ شمېر اوسېدونکو په شتون کې پرانیستل شوه.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په دغو مراسمو کې د ارغستان د لورې بند ارزښت ته په اشارې سره یادونه وکړه، چې د دغه بند مطالعات او ډیزاین د هېواد د اوبو مدیریت او اقتصادي پراختیا په برخه کې د اسلامي امارت د ژمنې ښکارندویي کوي.

هغه ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت په ټولو برخو کې د هېواد د سوکالي او آبادۍ په برخه کې خدمت ته ژمن دی او په دې برخه کې یې ارزښتناک ګامونه پورته کړې دي.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په کندهار ولایت کې د دغه بند ارزښت د اوبو مدیریت او کرنې د پراختیا په برخه کې حیاتي وباله. هغه زیاته کړه، چې د پروژې په دغه پړاو کې د دغه بند د امکان سنجي مطالعاتو او تفصیلي ډيزاین چارې پرانیستل کېږي، چې دوهم پړاو یعنې د بند د ودانۍ چارو پیل به د مطالعاتو او ډيزاین چارو تر بشپړېدو وروسته پیل شي. هغه یادونه وکړه، چې د اوبو او انرژي وزارت له لوري په دغه سیمه کې د دغې پروژې برسېره د دوو ټولګټو چکډمونو پروژو چارې دوام لري، چې په نږدې راتلونکې کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ښاغلي منصور ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت په هېواد کې شرعي نظام، آزادي، امنیت او اقتصادي پراختیا راوړې او په ډېرو لږو امکاناتو سره د هېواد د آبادۍ او ځان بسیاینې په برخه کې سترې لاسته راوړنې لري.

هغه، له خلکو څخه وغوښتل چې د دښمن د دسیسو په وړاندې با خبره و اوسي او له دغه اسلامي نظام څخه په خپل اطاعت او ملاتړ سره خپله دیني او ملي دنده ترسره کړي.

په  ورته مهال، د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر د لورې بند د امکان سنجي مطالعاتو او تفصیلي ډیزاین د پروژې پرانیسته د اوبو د مدیریت په برخه کې یو مثبت ګام وباله او ویې ویل، چې اسلامي امارت د هېواد د آبادۍ او پرمختګ په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري او ټینګار یې وکړ، چې خلک باید د دغه نظام شکر په خپل ملاتړ سره په ښه توګه ترسره کړي.

همدارنګه، د افغان- جرمن باختر شرکت رئيس محترم سلطان احمد سروري ژمنه وکړه، چې د پروژې چارې به په ښه کیفیت سره پرمخ یوسي.

د یادونې وړ ده، چې دغه پروژه د اوبو مدیریت، کرنیزو ځمکو د خړوبولو، برېښنا تولید، موسمي سیلابونو د کنټرول او د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې په موخه د اوبو او انرژي وزارت له لوري د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې په لاره اچول شوې ده.

د دغې پروژې د امکان سنجي مطالعاتو او تفصیلي ډیزاین به د کان په بدل کې د پانګونې له لارې د ۱۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د افغان-جرمن باختر شرکت له لوري  د ۱۸ میاشتو په موده کې ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu