د برېښنا انرژي د مارکیټ تخنیکي رئيس بغلان ولایت ته د برېښنا رسولو شرکتونو د تشخیص او چوپړتیاوو د ارزونې په موخه سفر وکړ

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا انرژي د مارکیټ تخنیکي رئيس محترم انجنیر همت الله امین زي او ورسره مل پلاوي بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار ته د برېښنا رسولو شرکتونو د تشحیص او د چوپړتیاوو د ارزونې په موخه سفر وکړ او د لاندیني کندز (بغلان) فرعي سیندیزې حوزې له نوي ټاکل شوي رئيس ښاغلي ملا محمد عمر انس سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، دواړو لورو په بغلان ولایت او د دغه ولایت اړوندو ناحیو او ولسوالیو کې د برېښنا رسولو شرکتونو د پیژندلو او همدارنګه د چوپړتیاوو د ارزونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړ.
د یادونې وړ ده، چې د برېښنا انرژي د خدمتونو د تنظیم عمومي ریاست په پام کې لري، چې د هېواد د پلازمینې کابل برسېره د هېواد په ټولو ولایتونو، ولسوالیو او کلیو کې د برېښنا انرژي د هغو شرکتونو چې په خپل سر فعالیت کوي او د برېښنا انرژي په سکټور کې د شته نورمونو او ستندردونو او دغه راز منل شوې تعرفې نه لري، په لومړي قدم کې و پیژني او د قوانینو او مقرراتو پر بنسټ د جواز ورکولو لړۍ بشپړه کړي.