د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د بدخشان له والي سره وکتل

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۴:۳۱
1

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل د دغه ریاست تخنیکي سلاکار بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم مولوي محمد ایوب خالد سره یې وکتل.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي نقي د دغه ریاست د مسؤلیتونو او راتلونکو پلانونو په هکله اړین معلومات د بدخشان له والي سره شریک کړل.

همدارنګه، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د بدخشان ولایت په اشکاشم ولسوالي کې مېشت د دغه ریاست اړوند سیمه ایز آمریت له مسؤلینو سره وکتل او هغوی ته یې د چارو د پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

په ورته مهال، د نوموړي آمریت مسؤلینو خپلې ستونزې او وړاندیزونه له ښاغلي نقي سره شریک کړل او ورته د رسیدګي غوښتنه یې وکړه.

همدغه راز، ښاغلي نقي د نوموړي سیمه ایز آمریت له مسؤلینو سره د هغوی ستونزو او وړاندیزونو ته د رسیدګي په موخه ژمنه وکړه.

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس په خپل دغه سفر کې د اشکاشم له ولسوال او امنیه قوماندان سره په چارو کې د ښې همغږۍ د رامنځته کولو په موخه هم وکتل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu